د بادغیس ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې لري. دا زیرمې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه، یادې زیرمې د عوایدو په دوامداره راټولیدو او ترلاسه کولو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او استفادې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

بادغیس ولایت چې یو شمیر کاني ظواهر لري، د افغانستان د شمال لویدیځو ولایتونو په قطار کې راځي، چې مرکز یې د قعله نو ښار دی. دا ولایت د شمال لخوا د ترکمنستان، د ختیځ لخوا د فاریاب، لویدیځ ته یې هرات او د سویل لخوا د غور له ولایت سره ګډه پوله لري. همدارنګه د یاد ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (549,583)  تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د بادغیس ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت یو شمیر طبیعي زیرمې او د کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (7) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

د بادغیس ولایت د کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کاني سیمې

1

بادغیس

مس

د آهن کشان سیمه

2

بادغیس

گچ

د لامان سیمه

3

بادغیس

د چونه ډبرو سمنټ اومارل

د لامان سیمه

4

بادغیس

 د نایتروجن لرونکي اوبه

د چشمه نیک سیمه

5

بادغیس

  کاربناتي اوبه

د کشک خانه سیمه

6

بادغیس

په دښتې سیمه کې د اوبو تازه چشمې

د زیارت مجنون بید سیمه

7

بادغیس

فاسفیټ

د لامان تایمنی سیمه

 

سر چینې:

  1. د بادغیس ولایت عمومي معلوماتو او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ https://idlg.gov.af/badghis/)
  2. د بادغیس ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399   https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf