د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د کانونو له سیمو څخه څارنه او لیدنه

urgent_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۳:۴۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، چې د امارتي شرکتونو د رهبري هیئت رئیس مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش یې ملتیا کوله د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج څخه د لیدنې او څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه.

ددغه سفر په ترڅ کې یې په میدان وردګو ولایت کې د ډبرو سکرو د لوی مارکیټ له ساحې څخه لیدنه وکړه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړېږي او بیا یې بلخاب ولسوالۍ ته د خپل سفر په دوام د لارې په اوږدو کې یې له هغو سړکونو لیدنه وکړه، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترمیم او جوړشوي دي چې بامیان ولایت د سمنګانو ولایت له دره صوف او د سرپل له بلخاب ولسوالۍ سره نښلوي.

یاد پلاوي د بلخاب ولسوالۍ ګلورز او ګواخ د ډبرو سکرو له کانونو هم څارنه وکړه او د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې يې د ملي پراختيا شرکت د فعاليتونو ستاینه وکړه.

له څه مودې راهیسې د ملي پراختیا شرکت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د اکتشاف، استخراج او پلور دنده پر غاړه لري او په دې موده کې یې د ډبرو سکرو د استخراج او د یادې ولسوالۍ د سړکونو د جوړولو او ترمیم په برخه کې اغېزمن فعالیتونه پیل کړي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

آغاز برنامه آموزشی GIS

برنامه آموزشی ۲۰روزه تحت عنوان سیستم معلومات جغرافیایی (GIS) و تکنالوژی سنجش از دور برای ۱۰۰ تن از متخصصان و کارمندان مرکز وزارت و ریاست‌های معادن ولایات، به‌صورت حضوری و آنلاین، از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۵۵
Background image

تدویر برنامۀ آموزشی

برنامه آموزشی آنلاین و حضوری تحت عنوان تشریح رهنمود بازدید اشخاص داخلی و خارجی از ساحات معدنی، از سوی ریاست امور کارکنان، با همکاری ریاست عمومی حقوق ، به مدت سه روز، با هدف ارتقای سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۵:۳۸
Background image

رئیس جدید معادن ولایت کابل معرفی شد

محترم مولوی نعمت‌الله شاهد، بر اساس پیشنهاد مقام وزارت معادن و پترولیم و حکم مقام عالی ریاست‌الوزراء، به‌عنوان رئیس معادن ولایت کابل تعیین و طی مراسمی توسط محترم استاد قاری عبدالحلیم،. . .

BACK TO NEWS