د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کارخونې استازو د اوسپنې د پروسس، تولیدي ظرفیت، کاري بهیر او شته امکاناتو په اړه د کانونو او پټرولیم وزیر ته معلومات وړاندې کړل.
د کانونو او پټرولیم وزیر د هېواد د کارخونو مسوولینو ته د خامو موادو د چمتو کولو په برخه کې د کانونو د ورکړې یادونه وکړه او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې یې د یادې کارخونې فعالیتونه ګټور وبلل. سربېره پر دې یې د کارخونې بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې او د فعالیتونو ښه تنظیم او له اوسپنې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې یې د یادې کارخونې د مسوولینو چارې ښې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې د اوسپنې د پروسس او تولیدي کارخونو فعالیتونه د هېواد د کانونو د استخراج او پروسس، د کورنیو تولیداتو د ودې، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم رول لري.
