د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان تړون لاسلیک شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۲۰:۲۰
د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کودي خېل سیمې دویم بلاک تالک کان چې ۳.۸۲۶۳۹۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۶۵۸۶۵۰۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار افغان تالک د کان کېندنې او پروسس شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړ.
 د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، د تالک کان د استخراج او پروسس د پروژې په عملي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابره شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د کان د استخراج او پروسس بهیر باید د نافذه قوانینو، تخنیکي معیارونو او ټاکل شوو اصولو مطابق ترسره شي. سربېره پر دې به د تړون له مخې قراردادي شرکت د تالک د هر ټن په بدل کې ۲۲۶۵ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي.
په ورته مهال، د قراردادي شرکت رئیس ډاډ ورکړ، چې د کان د استخراج، پروسس او نورو اړوندو فعالیتونو چارې به په مسلکي ډول ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۷:۵۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت د تالک کان تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ١٤٠٥ لمریزکال د وږي میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سیمې د تالک اول بلاک تړون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۲۰:۲۰
Background image

د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کودي خېل سیمې دویم بلاک تالک کان چې ۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ شینواري سیمې درېیم بلاک تالک کان چې ۶. . .

بېرته خبرونه ته