د ننګرهار ولایت تالک کان تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵۳
د ننګرهار ولایت تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ شینواري سیمې درېیم بلاک تالک کان چې ۶.۷۵۹۶۶ کیلومټره مربع مساحت لري د ۴۵۱۸۳۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د عمرفاروق د تالک پروسس شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چې د دغه تړون له لاسلیک سره به د سیمې خلکو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره شي او د کان د استخراج او پروسس چارې به د اړوندو قوانینو او اصولو له مخې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې قراردادي شرکت به د کان د استخراج له هر ټن تالک څخه ۱۳۲۰ افغانۍ رویالټي اسلامي امارت ته ورکوي. سربېره پردې به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم د سیمې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
همدا راز د یاد شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې ټولې چارې به د کان کېندنې د اصولو او کړنلارو له مخې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۷:۵۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ننګرهار ولایت د تالک کان تړون لاسلیک کړ

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ١٤٠٥ لمریزکال د وږي میاشتې په ١٨مه نېټه د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د کودې خېلو سیمې د تالک اول بلاک تړون له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۲۰:۲۰
Background image

د شیرزادو ولسوالۍ تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ کودي خېل سیمې دویم بلاک تالک کان چې ۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت تالک کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۵لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ شینواري سیمې درېیم بلاک تالک کان چې ۶. . .

بېرته خبرونه ته