د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
news

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج بهیر څېړل، د کان‌کیندنې پر وړاندې شته ستونزې معلومول، د کاني موادو د پروسس اړوند ننګونو ارزول او د روانو فعالیتونو څارنه وه، سربېره پردې د یکاولنګ ولسوالۍ د زینکو کانونه هم له نږدې وکتل شول.
د ارزونې پر مهال د کاني موادو د کورني پروسس پر پراختیا، د استخراج د معیاري اصولو عملي کېدو، د کارکوونکو خوندیتوب او د کاني سرچینو د اغېزمنې ساتنې پر اړتیا ټینګار وشو، ترڅو د کانونو چارې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

بېرته خبرونه ته