د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۵۴
د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د هرات ولایت د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶مه نېټه، د سعودي عربستان د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر آخند، د افغانستان بانک د عمومي رئیس نوراحمد آغا، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، یو شمېر لوړپوړو امارتي چارواکو، د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو او د دلتا نړیوالې کمپنۍ د استازو په حضور کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړ.
د دلتا نړیوالې کمپنۍ اجرائیوي رئیس، د اسلامي امارت د رهبرۍ په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د مننې ترڅنګ، په افغانستان کې د دې شرکت د فعالیتونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د یاد تړون لاسلیک یې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو او پانګونې د پراختیا په برخه کې مهم ګام وباله.
دغه راز د کانونو او پټرولیم وزیر دیاد تړون د لاسلیک پر مهال وویل: خوښ یم چې نن د افغانستان د ګازو په برخه کې د یوه مهم تړون او هوکړې د لاسلیک شاهدان یو. موږ هڅه کوو، چې د هېواد د طبیعي زېرمو د تثبیت، تفحص، اکتشاف او مسلکي استخراج په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړو او د افغانستان له طبیعي سرچینو څخه د اقتصادي ودې، د خلکو د هوساینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره په اغېزمنه توګه ګټه واخلو.
نوموړي زیاته کړه: د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې مساحت ۲۲ زره کیلومټره مربع دی. د اکتشاف موده ۸ کاله او د تړون موده یې ۲۵ کاله ټاکل شوې ده. همدارنګه، د تېرپل نفتي حوزه ۷ بلاکونه لري، چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې موقعیت لري.
ورپسې د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د دغه تړون د اهمیت په اړه وویل: دلتا د پانګونې په برخه کې د ښې تجربې لرونکې یوه پېژندل شوې نړیواله کمپنۍ ده او په افغانستان کې د دې ډول شرکتونو حضور کولای شي د لا ډېرو بهرنیو پانګونو د جلب زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه: افغانستان د ځمکې لاندې زېرمو له پلوه یو بډایه هېواد دی او له دې ملي شتمنۍ څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي د خلکو د پرمختګ او هوساینې زمینه برابره کړي.

د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

 

 

<p class="text-align-right">&nbsp;</p>

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۵۴
Background image

د هرات د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د هرات ولایت د کشک ـ تېرپل نفتي حوزې تړون د ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۶مه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د امو دریا نفتي حوزې د څارنې او مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو او د زمرد سای بلاک د FPF (Flexible Production Facility) د جوړولو اړوند. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۴مه نېټه، د سعودي عربستان د دلتا نړیوالې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس، شاهر التقي سره په خپل کاري دفتر کې. . .

بېرته خبرونه ته