د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حللارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.
د سفر په ترڅ کې د افغانستان او ازبکستان د اړوندو ادارو د مسوولینو او استازو ترمنځ یو لړ ګډې تخنیکي ناستې ترسره شوې، چې د طوطي میدان ګازي بلاک اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول وڅېړل شول.
په دغو ناستو کې د شته ستونزو د حل لپاره پر ګډې او عملي حللارې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او تخنیکي بحثونه او مشورې لا هم دوام لري.
همدارنګه، د سفر په ترڅ کې د ازبکستان د کانونو وزارت اړوند د جیولوجي موزیم څخه لیدنه وشوه، د موزیم د لیدنې پر مهال د ازبکستان د جیولوجیکي مطالعاتو، جیولوجیکي اثارو، کاني نمونو او د ځمکپوهنې په برخه کې د ترسره شویو علمي او تخنیکي فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.
د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ډول تخنیکي او مسلکي همکاریو ته ارزښت ورکوي او باور لري، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د کانونو او طبیعي ګازو په برخو کې د دوامداره همکاریو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو او اقتصادي همکاریو ته د لا پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
