د ترکي شرکت له استازي او اسدالله هارون سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ (2/11/1401) نیټې د ترکي شرکت له استازي او د ګونتانامو له زندان څخه وروستي ازاد شوو زندانيانو له ډلې ښاغلي اسدالله هارون سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکي شرکت له استازي سره د جوزجان ولایت د جرقدوق، یتیم تاق او خواجه ګوګردک د ګازو سیمو څخه د یولس میګاواټه برېښنا د تولید په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ګوانتانامو زندان څخه وروستي ازاد شوو زندانيانو له ډلې ښاغلي اسدالله هارون سره د ګونتانامو زندان تر څنګ د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.