د ترکي شرکت له استازي او اسدالله هارون سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه.

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲ - ۱۳:۵۰
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یکشنبې په ورځ (2/11/1401) نیټې د ترکي شرکت له استازي او د ګونتانامو له زندان څخه وروستي ازاد شوو زندانيانو له ډلې ښاغلي اسدالله هارون سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکي شرکت له استازي سره د جوزجان ولایت د جرقدوق، یتیم تاق او خواجه ګوګردک د ګازو سیمو څخه د یولس میګاواټه برېښنا د تولید په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ګوانتانامو زندان څخه  وروستي ازاد شوو زندانيانو له ډلې ښاغلي اسدالله هارون سره د ګونتانامو زندان تر څنګ د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت  په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته