ارزګان ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۹:۲۶
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي ارزګان ولایت ته په یو رسمي سفرلاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ارزګان ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد علي جان، امنیه قومندان، اقتصاد، استخباراتو د کانونو رئيس او نورو اړوندو رئیسانو او مسئولینو سره ولیدل.
د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د ارزګان ولایت د کانونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د 9 ارګانونو یوه ګډه کمېټه  چې پکې((امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته