خبرتیا

دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو ټولو سوداګرو ته خبر ورکوي چې د روان کال عقرب میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې خپله صادراتي پروسه په عادي ډول مخته یوسي. او د عقرب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت تصمیم لري چې صادراتي پروسه په خپل لاس کې واخلي. او له دغې نېټې څخه وروسته د ډبرو سکرو سوداګر د وزارت صادراتي مکتوب څخه پرته صادرات نشي تر سره کولی.