د افچین کمپنۍ له استازي سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ناسته

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۴:۵۳
123

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخنیکي مرستیال انجنیر وحیدالله حلیمي او یو شمېر رئیسانو په شتون کې د افچین کمپنۍ له استازي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. 
په دغه لیدنه کې د اونیزه کاري راپور تر څنګ د قشقري د نقت پروژې د قرارداد د طرزالعمل له مخې د وروستیو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه سره شریک کړل. 
ورپسې د يادې کمپنۍ استازي د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په روان کال کې به 16 نورې څاه ګانې کېندو او د استخراج کچه به يې په ورځ کې 1000 ټنو ته لوړه شي. 
دغه راز د استخراج لپاره د يوې څاه د کيندلو او چمتو کولو لګښت تر دې وړاندې شپږ ميليونه ډالره و، چې د کانونو او پټروليم وزارت د ښه مديريت او د (افچين) کمپمنۍ له خوا له عصري تکنالوژۍ څخه په استفادې سره درې ميليونه ډالرو ته راکم شوى دى. 
د يادونې وړ ده چې د يادو څاګانو کيندل د پخوانۍ ادارې د قرارداد په پرتله 50 ميليونه ډالره ارزانه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته