د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه وارزوله او د کارونو د بهیر د چټکتیا په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي همداراز د پروژې له ټولو تخنیکي ټیمونو وغوښتل، چې خپل کارونه په پوره مسوولیت، همغږۍ او ژمنتیا سره پر مخ یوسي.
