د اندونیزیا هېواد پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۹:۲۱
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اندونیزیا هېواد د ولسمشر له پخواني مرستیال ښاغلي محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دواړه هېوادونه ښې اړیکې او مذهبي مشترکات لري او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره ګډې همکارۍ او اقتصادي تعامل ته دوام ورکړي د افغانستان د اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت تامین او د بهرنیو شرکتونو او پانګوالو د جلب او جذب لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی او نړیوال پانګوال کولای شي له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.

د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له میلمه پالنې څخه د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه وبلله، د کانونو او انرژۍ په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د هېواد د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د افغان تاجک، امو دريا، کټواز، هلمند او هرات نفتي حوزو، اوسپنې، سرو زرو، مسو او د هېواد د نورو کانونو په اړه خبرې وکړې ويې ويل: افغانستان د سترو طبیعي او کاني زېرمو ، ځوان کاري ځواک او سرتاسره امنیت په لرلو سره د پانګونې لپاره غوره فرصت دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته