د اووم ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه 

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۳۴
سس

د پنجشېر ولایت د (4794.7) قیراط زمردو داوطلبي د (318900) امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکیم په شتون کې د ټاکلي پلاوي له لوري د پنجشېر ولایت په مقام کې د (بولۍ) داوطلبۍ له لارې و پلورل شول.
په دغه داوطلبۍ کې د زمردو پلور د رونټیا په پام کې نیولو او کریستل بندي توګه ترسره شو. 
1ـ ښاغلی عبدالشاه د 5700 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (61) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
2ـ ښاغلی محبوب الحق د 1550 امريکايي ډالرو په ورکړې سره د (576) قیراط زمردو ګټونکی شو.
3ـ ښاغلی عبداللطیف د 45100 امریکایي ډالرو په ورکړې سره د (904) قیراط زمردو ګټونکی شو.
4ـ ښاغلی حاجي یحیا د 6200 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (273.50) قیراط زمردو ګټونکی شو.
5ـ ښاغلی محمد سالم د 5500 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (319.85) قیراط زمردو ګټونکی شو.
6ـ ښاغلی عبدالشاه د 31250 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (654) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
7ـ ښاغی حاجي فیروز د 5100 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (443.35) قیراط زمردو ګټونکی شو.
8ـ ښاغلی حاجي میرویس د 64100 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (368) قیراط زمردو ګټونکی شو.
9ـ ښاغلی محمد انور د 145100 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (304) قیراط زمردو ګټونکی شو.
10ـ ښاغلی حاجي زبیر د 9300 امریکايي ډالرو په ور کړې سره د (891) قیراط زمردو ګټونکي اعلان شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په. . .

بېرته خبرونه ته