د ایران له پانګوالو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه!

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۵:۱۹
سسس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تخنیکي او جیولوجي سروې مرستیالانو په شتون کې  د ایران هیواد د پارسیان شرکت پانګوال اجرائیه مدیر دکتور محمد مسعود سمیعی نژاد او د احیا سپاهان صنایع او کانونو شرکت د مدیره هیئات رئیس دکتور علی یوسف پور او مل پلاوي سره د یکشنبې 6/9/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره ولیدل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د افغانستان، ایران او نورو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او وویل: دا چې په ټول افغانستان کې پوره امنیت راغلی له ټولو په ځانګړې توګه زموږ د ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره هر کلی کوم.
د احیا سپاهان صنایع او کانونو شرکت مدیره هیئت رئیس د وزارت له مشرتابه څخه دوی ته د وخت ورکولو او لیدلو لپاره مننه وکړه او وویل: دواړه هیوادونه له کلونو راهیسې دوستانه، کلتوري، او تاریخي اړیکي لري او له یو بل سره زیاتې مرستې درلودې. او همدارنګه یې د افغانستان په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې. او زیاته یې کړه چې د باختر فولاد شرکت چې موږ له یو چتر لاندې کار کوو، ښه تخنیکي او مالي تجربه لرونکی یو موږ غواړو د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۷:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون ولایتي ریاستونو په همغږۍ د ننګرهار ولایت د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کامې او ګوشتې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د بادغیس ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بادغیس ولایت د خپل سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت له بېلابېلو کانونو او د ګچو له کارخونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې نوموړي د کانونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ټاپي پروژې له روانو رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه. 
دیادې لیدنې په لړ کې یې د پروژې د پرمختګ کچه. . .

بېرته خبرونه ته