د تخار ولایت د مالګې کانونو داوطلبۍ ترسره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۴
fds

د تخار ولایت د ارچه کوتل او د تاقچه خانه سیمې B او C بلاکونو د مالګې کانونو داوطلبي شنبه د 27/12/1401 نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادو ساحو د مالګې کانونه چې مخکې اعلان ته سپارلې وو داوطلبي یې نن د مرستیالانو، رئیسانو، ټاکلي هیئت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلو په اروزنه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو په شفافه توګه تر سره کړه.
په دې داوطلبۍ کې د الهادي نبی کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن 1500 افغانۍ د ارچه کوتل، او د تاقچه خانه د  B بلاک د سکای آریا شرکت د رویالټي په قیمت سره في ټن 2500 او د C بلاک  شهبازمنصور کانونو استخراج شرکت د رویالټي په قیمت سره د 1125 افغانۍ ګټونکي اعلان کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته