د جوزجان ولایت په یتیم تاق سیمه کې د 7.5 میلیونو ډالرو په ارزښت د ګازو د دوو څاګانو د کیندلو تړون لاسلیک شو

urgent_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۰:۳۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 16/4/1403 نېټې په داسې حال کې، چې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي، رئیسانو، د کانونو داستخراج د شرکتونو استازو او رسنیو په شتون کې د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دوو څاګانو کیندلو تړون د 7.5 میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک کړ.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادو کانونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: خوښ یم چې نن د ګازو د دوو څاګانو تړون د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې له ترکي شرکت سره لاسلیک کوم.

د وزارت سرپرست زیاته کړه: د داوطلبو شرکتونو د پروپوزلونو له ارزونې وروسته دسفیر سونداج شرکت، چې ښه تخنیکي او مالي وړتیا لري د 7.5 میلیون ډالر په قیمت سره ګټوونکی اعلان شو، یاد شرکت به د 1650 مترو په ژوروالي سره د یو کال په اوږدو کې دکیندنې چارې بشپړې کړې. ان شاءالله د یادو څاګانو تر کیندنې وروسته به هره ورځ 300000 متر مکعب ګاز استخراج شي، چې ورځني عواید یې 60000 زره امریکایي ډالره کیږي او دیادو ګازو څخه به د برېښنا د تولید په برخه کې  هم کار واخیستل شي.

سرپرست وزیر همدا راز یادونه وکړه، چې ډېر ژر به د هېواد د نورو ګاز لرونکو څاګانو د کیندنې تړونونه لاسلیک شي او دغه راز یې د طوطي میدان د ګازو د سیمو په اړه هم خبرې وکړې ویې ویل: بهرنۍ کمپنۍ غواړي چې په یاده سیمه کې يو ميليارد ډالره پانګونه وکړي او زموږ هېواد به ډېر ژر د نفتو او ګازو د صادرونکو هېوادونو په کتار کې شامل شي، همدا راز یې د هرات ولایت د 23000 کیلومټره مربع نفتي سیمې چې په درې زونونو او یوولس بلاکونو باندې وېشل شوې ده خبرې وکړې.

په پای کې د وزارت سرپرست وویل: د دغو څاګانو په کیندلو سره به د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره شي او استخراج شوي ګاز به د کورونو، اصنافو، د برېښنا د تولید، CNG او ښیښې جوړولو کارخونې او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره وکارول شي.

د يادونې وړ ده، چې په تېره اداره کې د 8.2 ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې څاه د کيندلو تړون کېده، خو اوس مهال د ښه مديريت او په چارو کې د روڼتيا له امله په ټولیزه توګه د 7.5 ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو څاګانو تړون لاسلیک شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته