د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

kamran_admin
د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت نیول شوې(۲۷۱) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۸/۰۲ نېټې څخه د لس(۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري:
•    (۲۵.۳۵۰) کیلو ګرامه بریل(اکوامارین)؛
•    (۲۹.۵۵۰) کیلو ګرامه ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره؛
•    (۴۳.۷۵۰) کیلو ګرامه هایوئین؛
•    (۱) کیلو ګرام ګارنیت الماندي؛
•    (۰.۸۰۰) کیلو ګرامه هکمانایت؛
•    (۰.۱۵۰) کیلو ګرامه اپیدوت؛
•    (۲۸.۱۰۰) کیلو ګرامه سپوډمین (کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره؛
•    (۱۳۹) کیلو ګرامه کنزایت.
د یادونې وړ ده چې د قیمت ټاکلو کمېټې د پرېکړې له مخې، د پورته یادو شویو کاني ډبرو لومړني قیمتونه د هر کیلو ګرام له مخې په لاندې ډول ټاکل شوي دي: اکوامارین (۱۱۸) امریکایي ډالر، ګوشینیت د ګچ او اپیدوت سره (۲۰) امریکایي ډالر، هایوئین (۴۸۰) امریکایي ډالر، ګارنیت الماندی (۸۰) امریکایي ډالر، هکمانایت (۱۰۰۰) امریکایي ډالر، اپیدوت (۷۰) امریکایي ډالر، سپوډمین (کنزایت) د ګوشینیت او ګچ سره (۲۰) امریکایي ډالر او کنزایت (۵۸) امریکایي ډالر، یا د ورځې د نرخ له مخې معادل افغانۍ ټاکل شوی دی.
لېواله شرکتونه چې غواړي یادې شوې کاني ډبرې له ټاکل شوي قیمت څخه په لوړه قیمت واخلي، خپل غوښتنلیکونه دې د کاډستر او تړونونو د پلي کولو عمومي ریاست ته وسپاري او د ټولیز قیمت لس (۱۰) سلنه نغدې پيسې د بانکي ضمانت لیک په توګه د داوطلبۍ په ورځ له ځان سره ولري.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې په نیمروز ولایت نیول شوې(۲۷۱) کیلو ګرامه بېلابېل ډوله ډبرې، د ۱۴۰۵/۰۸/۰۲ نېټې څخه د لس(۱۰) کاري ورځو لپاره د داوطلبۍ په موخه اعلان ته وسپاري: . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۲:۲۰
Background image

اعلان داوطلبی

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري، چې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ نیول شوې اړوند(۱۸.۱۵۳) کیلو ګرامه بېلابېل ډولونه کاني ډبرې، چې مشخصات یې په لاندې جدول کې یاد شوي دي د ۱۴۰۵/۷ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۱
Background image

د داوطلبۍ بیاځلې خبرتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې (۳۰۰.۵) درې سوه اعشاریه پنځه کیلوګرامه منځني لاجورد ډبرې، چې په کاپیسا ولایت کې یې د قاچاق مخه نیول شوې ده، د علاقه‌مندانو د خبرتیا په موخه، د . . .

Back to tenders