د روان 2024 کال د آمو دریا نفتي حوزې کې د 24 نویوڅاه ګانو رغونه او کیندنه 

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۹:۱۶
ss

د افچین کمپنۍ رئیس د روان 2024 کال د پلانونو او برنامو چې د راتلونکي کال په بوديجه کې شامل دي مصارف، د 6000 ټنه په ظرفیت سره دنفتو د زېرمو جوړول، د نفتو د تصفیې خونو جوړول، د 1300 کیلومټره سیمې سروې په 2 او 3 ډوله سره، د 2 غیرې فعاله څاه ګانو رغونه او 22 نویو څاه ګانو د کیندنې په اړه معلومات وړاندې کړل او همدارنګه یې ګڼ شمېر افغانانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار د زمینه برابرول ډاډ ورکړ.
دافچین کمپنۍ رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره د هغه په کاري دفتر کې دغه څرګندونې وکړې ویې ویل: د روان 2024 کال په اوږدوکې به د 24 نویو څاه ګانو په فعالیدو سره د نفتو ورځنی استخراج له 2000 ټنو څخه لوړ شي.
د یادونې وړ ده چې یاده کمپنۍ اوس مهال د 4000 ټنو نفتو په ظرفیت سره زېرمه لري، او په نږ دې راتلونکې کې به د قشقري په سیمې کې د 6000 ټنو په ظرفیت د نوې زېرمو د جوړولو ترڅنګ، په یو شمېر نورو سیمو کې د زېرمو د جوړولو ډاډ ور کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې د استخراج په برخه کې پر روڼتیا او نورو ټولو مواردو چې په قرارداد کې شامل دي ټینګار وکړ ویې ویل: د نفتو په برخه کې دافغان انجینرانو او متخصصیونو ګمارنې لپاره مو د 3900 امریکایي ډالرو معاشونو فرصت برابر کړی دی او که چېرې افغانستان کې یاد متخصصین نه وي کمپنۍ کولی شي چې بهرني وګړي د سیمې په سطح د معاشاتو په ورکړې سره وګماري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته