د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۴۵ کیلومټره مسیر هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې، ۱۲۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومټره جر کیندل شوی او ۵۱ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
دغه راز د ترکمن ګاز په مرسته په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین کارونه پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې یې ساحوي کارونه هم پیل شي.
تمه ده چې په هرات ولایت کې د ۲۲ کیلومټره په اوږدوالي او د ۲۰ اېنچه په قطر سره د یوې فرعي نللیکې د جوړولو، چې په ورځ کې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده مټره مکعبه ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري، د رغونې چارې ژر پیل شي.
دیادونې وړ ده چې د دغې سترې پروژې چارې به د هرات په ولایت کې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پای پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت د جنګل‌کلان سیمې د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۲:۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د «معادن» مجله له چاپه را ووته

معادن! د کانونو او پټرولیم وزارت اقتصادي، علمي، څېړنیزه او معلوماتي مجله ده، چې د وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو ترڅنګ، علمي مقالې، څېړنې، معلومات او نور مهم موضوعات پکې خپرېږي.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۹:۳۷
Background image

د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای غونډ ترسره شوه

دا نندارتون چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د باختر درخشان شرکت په همکارۍ، د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونې د وړتیاوو او فرصتونو پیژندلو په موخه جوړ شوی و، د شنبې په ورځ، د. . .

بېرته خبرونه ته