د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ د مالګې داوطلبي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۱۴:۳۹
سسس

د کانونو او پټرولیم وزارت د فاریاب ولایت د اندخوۍ ولسوالۍ 100000 سل زره ټنه سپینه او 25000 پنځه ویشت زره ټنه پرخچه مالګې داوطلبي نن سه شنبه د 12/7/1401 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره کړه.
 د داوطلبۍ په دغه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور،  د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین صابري، د پالیسي مرستیال ښاغلي شېخ ضیاء الرحمن اریوبي، د جیولوجي سروې مرستیال ښاغلي نورالله ستانکزي، اوموظف هیئت، او 12 هغو شرکتونو ګډون درلوده چې د پروپوزلونو په ارزونه کې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو.
په یاده داوطلبۍ کې د فاریاب ولایت داندخوۍ ولسوالۍ لس زره ټنه مالګې ګټونکی د نوي آریا شرکت د رویالټي په قیمت سره د 3200 درې زره او دوه سوه افغانیو په ارزښت شو. او پاتې نوره په مختلفو شرکتونو باندې په 3201 درې زره، دوه سوه او یوه افغانۍ وپلورله. او همدارنګه د یاد ولایت    25000 پنځه ویشت زره ټنه پرخچه مالګه د 1700 اولس سوه افغانیو په ارزښت په 3 دریو شرکتونو باندې وپلورله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته