د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو او صادراتو د میکانیزم د نهایي کولو په موخه، له خصوصي سکتور سره مشورتي ناسته ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۵ - ۱۹:۳۴
ااا

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي، نن غرمه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له سوداګرو سره وکتل. په دې کتنه کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو او صادراتو د میکانیزم د نهایي کولو  په اړه، بحث او خبرې وشوې. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او د استخراجي برنامو د تسهیل معین محمد عتیق ذکي وویل: د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي کیږي. موږ غواړو چې د اغېزناکو برنامو په طرحه کولو سره، نړېوالو او ملي پانګوالو ته د پانګونې او د غیرقانوني کیندنو د قانوني کولو اسانتیاوې برابرې کړو ترڅو د ملي عوایدو د ارتقاء او د کاري فرصتونو ایجادولو ته زمینه مساعده شي. 

د پالیسۍ او استخراجي برنامو د تسهیل معین د صادراتو د پالیسۍ او د غیرقانوني کیندنو د قانوني کولو په برخه کې د وزارت د اقداماتو په اړه هم هراړخیز معلومات وړاندې کړل. 

د غونډې په لړ کې پرېکړه وشوه چې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د سوداګرو او پانګوالو نظریات د صادراتو په طرزالعمل کې شامل او په هغه غونډه کې چې ټاکل شوې راتلونکې پنجشنبه دایره شي، نهایي او د اقتصاد عالي شورا ته د تاییدۍ لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته