د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې او څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۳۸
س

د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې او څارنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د کانونو د رئیس الحاج مولوي سيف الله حنفي په مشرۍ چې پکې د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو رئیس د کانونو ساتنې، څارنې او د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې ویې ویل: زموږ موخه د کانونو د ساتنې، مدیریت او د غیر قانوني استخراج مخنیوی دی، د خوښۍ ځای دی چې په لغمان ولایت کې د کانونو د قاچاق مخنیوی شوی دی او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوو، چې کانونه په خپل سر استخراج کړي.

په پای کې د کمېټې غړو د یاد ولایت د کانونو د ساتنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړې او د لازمې همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته