د میدان وردګو ولایت د کانونو ساتنې کمېټې لومړنۍ ناسته ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۱۳
qq

د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د میدان وردګ ولایت مرستیال ښاغلي مولوي سیدالرحمن حافظ په مشرۍ د کانونو رئیس الحاج مولوي نعمت الله شاهد او د کمېټې د غړو په ګډون د یاد ولایت په مقام کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د یاد ولایت مرستیال له لوري د کمېټې غړو ته د کمېټې کاري ظرزالعمل تشریح تر څنګ د کانونو په مدیریت، اهمیت، د کاني زېرمو په ارزښت او ساتنه، د قراردادونو د ارزونې او څارنې په څرنګوالي او د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې او نظرونه شریک کړل. 
وروپسې د میدان وردګ ولایت کانونو رئیس د یاد ولایت د کانونو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د 150 شاوخوا کې بېلابېل کانونه موجود دي چې له جملې څخه یې 24 کانونه قرارداد ته سپارل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته