د هرات ولایت د سبزک ډبرو سکرو کان د استخراج چارې نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کېږي

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۱۴:۵۷
22

د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ د سبزک سیمې د ډبرو سکرو کان چارې د وطن درخشان د کانونو د استخراج شرکت له لوري نړیوالو معیارونو سره سم ترسره کېږي.
 د یاد شرکت د مسوولینو پر وینا په دغه کان کې نړیوالو معیارونو ته په کتو غږیزې کامرې او لیني ټیلفونونه لګول شوي دي کله چې کان کیندونکي په تونلونو کې له ستونزو سره مخ شي نو کولای شي ژر تر ژره د یادو کامرو او ټیلفونونو په مرسته خپلې ستونزې حل کړي.
د وطن درخشان شرکت د رئیس پر وینا د ډبرو سکرو کیفیت خورا ښه دی او له څلورو میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه یې پرې کړې ده، چې اوس مهال یې د استخراج چارې په چټکتیا سره روانې دي، دغه راز د یاد کان د قرارداد موده پنځه کاله ده، سربېره پردې خلکو ته دټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم کار شوی دی لکه د ښوونځیو رغول، خلکو ته د روغتیایي چارو برابرول پکې شامل دي.
د سیمې خلک خوښ دي چې دوی ته د کاري زمینې برابرولو تر څنګ ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم کار ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو په دغه کان کې په زرګونو کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته