د ټاپي پروژې د چارو بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۴۵
د ټاپي پروژې د چارو بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او مل پلاوي ګډې پولې ته څېرمه دافغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې کتنه کې یې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو او نورو بېلا بېلو برخو څخه د لیدنې په ترڅ کې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او یاده پروژه یې د ګډو هېوادونو لپاره ګټوره وبلله.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نللیکې رغنیزې چارې د 2024 کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې او تر دا مهاله د افغانستان-ترکمنستان له ګډ سرحد څخه د هرات ګذرې ولسوالۍ په لور څه باندې ۱ کیلو مټر نللیکه وېلډینګ او غځول شوې، ۴ کیلو مټره ځمکه هواره شوې او د اړتیا وړ تجهیزات او نللیکې ساحې ته لېږدول شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په. . .

بېرته خبرونه ته