د پروان ولایت د کان کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوهصافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو او د الفلاح العالمي سمنټو کارخونې څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د دغې ارزونې موخه د کانونو د اکتشاف او معیاري استخراج بهیر څېړل، د کانکېندنې پر وړاندې د شته ستونزو پېژندل او د روانو فعالیتونو څارنه او ارزونه وه. همدارنګه د استخراج پر مهال د کانونو د ساتنې، په تړونونو کې د شویو ژمنو د عملي کېدو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
دغه راز، د ارزونې پر مهال د استخراج د معیاري اصولو پر عملي کېدو، د کارکوونکو پر خوندیتوب او د کاني سرچینو پر اغېزمنې ساتنې ټینګار وشو، څو د کانکېندنې چارې په منظم، خوندي او معیاري ډول پرمخ ولاړې شي.
