د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۴۰
س

د (335500) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2604) قیراطه زمرد د 16 نمونو په شمول د 13/6/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د ویاند د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 100 تنو څخه زیاتو ملي سوداګرو په شتون کې دیاد ولایت د غونډو په تالار کې د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلورل شول.

د یادولو وړ ده چې تر دې دمه 586 د زمردو مسلکي اجازه نامې او دیاقوتو 3 مسلکي اجازه نامې د قانوني استخراج لپاره ویشل شوي، چې د پنجشېر ولایت شاوخوا پنځلس زره هېوادوالو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

دغه راز د کان کیندنې د جوازونو له ویش څخه تر دې مهاله پورې په 25 داوطلبیو کې د 5052423 امریکايي ډالرو په ارزښت 78,491.5 قیراطه زمرد پلورل شوي، چې پکې 10 سلنه برخه د اسلامي امارت او پاتې 90 سلنه یې د کان کیندونکو ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته