د پنځم ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبي ترسره شوه 

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۳:۵۵
aa

د پنجشېر ولایت د (2059) قیراط زمردو داوطلبي د16/8/1402 نېټې د پنجشېر والي ښاغلي حافظ محمد آغا حکیم په شتون کې چې پکې د پنجشېر د کانونو رئیس محمد قاسم امیري، د وزارت مقام ویاند مفتي همایون افغان، د استخبارتو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، مشرانو، داوطلبو شرکتونو او خلکو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه. 
په دغه داوطلبي کې د زمردو پلور د رونټیا په پام کې نیولو او کریستل بندي توګه ترسره شو. 
ښاغلی عبدالشاه د 6500 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (235) قیراط زمردو او د 11100 امریکايي ډالرو په ارزښت د(137) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
ښاغلی حاجي خیبر د 5100 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (59) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
ښاغلی محبوب الحق د 5200 امريکايي ډالرو په ورکړې سره د (252) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی عبدالقوي د 30000 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (516) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
ښاغلی احمدالله د 4400 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (123) قیراط زمردو ګټونکی شو. 
ښاغلی حاجي بابه د 14600 امریکايي ډالرو په ورکړې سره د (276) قیراط زمردو ګټونکی شو.
ښاغلی حاجي حامد د 11200 امریکایي ډالرو په ورکړې سره د (57) قیراط زمردو ګټونکی شو.
او ښاغلی حاجي منهاج د 29600 امریکایي ډالرو په ورکړې سره د (304) قیراط زمردو ګټونکي اعلان شول.

په ټولیز ډول د یادې داوطلبۍ د زمردو د پلور شمېر 2059 قیراط د (117700) امریکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته