د کابل د ختیځې دروازې چک پاینټ داوطلبۍ ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۲:۱۷
سس

د کابل د ختیځې دروازې د عوايدو د چک پاینټ داوطلبي په شفاف ډول ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د یادې سیمې چک پاینټ چې مخکې یې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلی وو، د یوشمېر رئيسانو، د کابل ولایت مقام، اقتصاد وزارت، د چاپېریال ساتنې اداره استازو، ټاکلی هئیت او هغو شرکتونو په شتون کې چې د پروپوزلونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي ول د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې داوطلبي ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې ښاغلی جاوید د دولس میلیونه او دېرش زره (12030000) افغانیو په ارزښت کلنۍ اجارې سره د کابل د ختیځې دروازې د چک پاینټ ګټونکی اعلان شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته