د کانونو او پټرولیم سرپرست د مس عینک کان له سیمې څخه لیدنه وکړه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۴
ddd

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ولایت ته د خپل سفر پرمهال، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلی ژاو شینګ، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال یې ملتیا کوله د لوګر د مس عینک کان څخه یې لیدنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي د مس عینک کان او د عینک د لرغونو اثارو له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه، د عینک د مسو د پروژې پرمختګ او کارونه یې له نږدې وکتل او په سیمه کې د MCC شرکت له مسوولینو سره په ناسته کې د یاد شرکت استازو د عینک د مسو پروژې د پرمختګ او کاري فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
د MCC شرکت مسوولینو د عینک د مسو کان د سړک د جوړولو، چې ټاکل شوې ده ډېر ژر پیل شي، د لرغونو اثارو د ساتنې د پلان د نهايي کېدو، د کمپونو د جوړېدو، د لوېدیځ عینک کان د اکتشافي چارو د پرمختګ او نورواړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل زیاته یې کړه: د پروژې ډېرې ستونزې حل شوي دي، موږ چمتو چې د پروژې عملي کار پیل کړو او د عینک د مسو کان د پروژې په عملي پیل سره به د سیمې لرغونو اثارو ته کوم زیان ونه رسیږي. 

داطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست هم ددغې سيمې د لرغونو اثارو او د هغې د ساتنې په اړه خبرې وکړې او ددغې پروژې دکار د پيل غوښتنه يې وکړه او ژمنه يې وکړه چې داطلاعاتو او کلتور وزارت به دپروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي، همدارنګه د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د عینک د مسو کان د برېښنا او اوبو رسولو په برخه کې د اوبو انرژۍ وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته