د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن یکشنبه د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۵ - ۸:۲۱
ddd

په دغه ناسته کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل، ۴۳ کاله افغانستان یو ملي حاکمیت نه درلود، له څو لسیزو راپدیخوا لومړی ځل افغانستان د یو واحد حکومت درلودونکی دی چې په ټول هیواد پوره حاکمیت لري.

شیخ صاحب زیاته کړه افغانستان د معدنیاتو په برخه کې یو بډایه هیواد ګڼل کیږي، نو په دې اساس د معدنیاتو په را ایستلو کې د سیمې هیوادونو سره د ملي منافعو په رڼا کې تعامل ته چمتو یو.

د پاکستان سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د کانونو د سکتور په برخه کې په همکارۍ او پرمختګ خبرې وکړې او د کانونو د استخراج په تخنیکي برخه کې یې د بورسونو ژمنه وکړه، همدارنګه یې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ په اسانتیاوو او لا ډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې ښاغلي وزیر د پاکستان له سفیر څخه د مننې تر څنګ د لا ډیرو همکاریو هیله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۸:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MJAM کمپنۍ له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د مس عینک قراردادي MJAM کمپنۍ له رئیس او مل پلاوي سره وکتل.
د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۲:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ١٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته