د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۵:۲۰
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه د مرستیالانو، رئیسانو او امرینو په ګډون د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه ور پسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د وزارت د وروستیو فعالیتونو او لاسته را وړنو په اړه خبرې وکړې او د یو شمېر ریاستونو کاري راپور ترڅنګ د هغوی غوښتنو او نظریاتو له اورېدو څخه وروسته یې لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ګډونوالو څخه و غوښتل،  چې خپل فعالیتونه او کارونه په سمه توګه ترسره کړي، هغه همدا راز د هېواد په بیا رغونه کې فعال رول او ونډه اخیستل، او د خپلو دندو په پوره اخلاص او صادقانه توګه ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

بېرته خبرونه ته