د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۸:۱۱
بب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه چې پکې د مالي اواداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د بېلابېلو برخو رئیسانو او امرینو ګډون کړی و د یکشنبې په ورځ د 6/8/1402 نېټې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مسولیتوونو او وظیفوي مکلفیتونه د ښه ترسره کېدو په اړه ټېنګار وکړ او همدارنګه د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګه یې د 1402 د عادي او پراختیایي بودېجې د مصرف په اړه خبرې وکړې، چې په همدې موخه د مالي او حسابي، تدارکاتو، خدماتو او اداري ریاستونو له لوري لنډ معلومات وړاندې شول.
وروسته د تېرې غونډې په دوام اړوند موضوعاتو باندې بحث او و څېړل شو، د غونډې د ګډونوالوغوښتنې، ستونزې واورېدې د ستونزو د حل لارې په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې، د دعا په ویلو سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته