د کانونو او پټرولیم وزارت دوه تنه نوي رئیسان معرفي شول

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۲۱:۱۷
امج

ښاغلی ډیپلوم انجنیر محمد خلیل د اسلامي امارت د پالیسۍ اړوند د ازموینې له پروسې څخه وروسته د ازادې سیالۍ له لارې د جیو فزیک د سروې او څېړنې د رئیس او ښاغلی حافظ انجنیر عبدالطیف خالد د کانونو او پټرولیم وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس د تخنیکي پلټنې د رئیس په توګه د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٣/١٢/١٦ نېټې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت له لوري د یادو ریاستونو کارکوونکو ته  ور وپېژندل شول.

Image description


په دې غونډه کې د مقام سلاکار مولوي مطیع الله حقاني، د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او یو شمېر  رئیسانو هم ګډون کړی و.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال نویو رئیسانو د بریالیتوب هیله وکړه، په همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ او ویې ویل: " په اداراتو کې بدلون یو اصل دی همغږي او ګډ کار کولای شي چې تر بریا مو ورسوي.
نویو رئیسانو د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له خوا پر دوی د باور له امله مننه وکړه، ژمنه یې وکړه چې د ورسپارل شویو دندو د ښه ترسره کولو لپاره به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي، او همدارنګه یې له خپلو همکارانو څخه د هراړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۷
Background image

د ټاپي پروژې له کاري پرمختګ څخه لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت او تر کمنستان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
په یادو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس سید کریم هاشمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د پانګونې خونې رئیس په راتلونکې میاشتې کې په کابل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۵۳
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ پڅیګرام سیمې د بېلا بېلو کانونو  څخه تر لاسه شوې قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ(بولۍ) د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو. . .

بېرته خبرونه ته