د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ریئسانو معرفي کېدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۴:۲۲
هع
د کانونو او پټرولیم وزارت د 9/11/1443 نېټې او د 2379 شمېرې د حکم او وړاندیز په اساس او د ریاست الوزرا د 10/11/1443 نېټې 2421 شمېرې حکم له مخې دوه نوي ریئسان ټاکل شوي وو نن یکشنبه د مالي او اداري معین ښاغلي مولوي حسام الدین صابري له لوري معرفي شوو. چې په دغو مراسمو کې د یاد وزارت یو شمېر رئیسانو او کار کوونکو هم ګډون درلود. د دغه حکم له مخې ښاغلی مولوي مطيع الله حقاني چې پخوا يې د دفتر د عمومي رييس په توګه دنده ترسره کوله اوس د پلان، نظارت او ارزونې عمومي رئیس په توګه او ښاغلی مولوي سعید احمد بهره‌مند چې پخوا یې د خدماتو حقوقي رئیس په توګه دنده ترسره کوله اوس د حقوقي عمومي رئیس په توګه ټاکل شوي دي. د ماليې او اداري معین نويو رييسانو ته په چارو کې ورته د برياليتوب هيله وکړه او وويل چې يادې ادارې د کانونو او پټروليم وزارت له مهمو ادرو څخه دي او له تاسو څخه مې غوښتنه همدا ده چې خپلې دندې په صادقانه توګه ترسره کړئ. نویو رئیسانو د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ورسپارل شوو چارو د پرمخ بیولو په برخه کې به هیڅ ډول هڅې ونه سپموي او له خپلو همکارانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۸:۲۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

بېرته خبرونه ته