د کانونو او پټرولیم وزارت د چین هیواد د سفارت له مرستیال سره وکتل.

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۳:۳۶
dsd

د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د (20/2/1401) نیټه په کابل کې د چین هیواد د سفیر له مرستیال ښاغلي دینګ ینان او مل پلاوي سره په خپل کار دفتر کې وکتل. په دغه لیدنه کې د مس عینګ پروژې د تحرک رامنځته کولو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: زموږ اساسي موخه د کانونو په سکتور کې د تحرک رامنځته کول دي او په ځانګړې توګه د مس عینک پروژې د ستونزو حل زموږ له لومړیتوبونو څخه دي. او همدارنګه یې زیاته کړه "د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې دغه پروژه ژر تر ژره عملي کړي، ترڅو عملي کار یې پیل شي او خلکو ته د کار زمینه برابره شي چې دا به د دواړو هېوادونو په ګټه ده."

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل افغانستان له چین سره اوږدمهاله تاریخي او اقتصادي همکاري لري او د دغو اړیکو لا پراختیا ته ژمن دی. ښاغلي دينګ ينان د کانونو او پټروليم وزارت له مشرتابه څخه د دوی د پاملرنې څخه مننه وکړه او په سيمه کې يې د لرغونو اثارو د انتقال غوښتنه وکړه، څو ژر تر ژره د مس عینک پروژې عملي کار پيل شي. او همدارنګه نوموړي د پروژې د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته