د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوی رئیس معرفي شو

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۶:۳۰
image

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د (۱۲۳) شمېرې د وړانديز او د ریاست الوزرا (۳۹۱۱) شمېرې د حکم په اساس د شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۶ نېټې مولوی نعمت الله عباس  د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او یو شمېر نورو رئیسانو په شتون کې د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې د نوي رئيس په توګه دیاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د مقام د دفتر عمومي رئیس د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: په اداراتو کې بدلون یو اصل دی او هر مسوولیت یو امانت دی. دغه راز یې د مخکیني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او نوي رئیس ته یې په چاروکې د بریالیتوب هیله وکړه.
د کانونو د ساتنې او همغږۍ کمېټې نوي رئيس ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به په پوره روڼتیا او د هېواد شته قوانینو په پام کې نیولو او د وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ ترسره کوم.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته