د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرت د سرپل له مرستیال والي سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۲۷
x

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهار شنبې په ورځ د 4/5/1402 نېټې د سرپل ولایت له مرستیال والي الحاج مولوي دام الله، د خلکو د شورا رئیس امیر محمد خیر اندیش او د سرپل ولایت له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د سرپل مرستیال والي او مشرانو د کانونو او پټرولیم وزارت د هیواد په ځانګړې توګه د سرپل ولایت د معدني زېرمو په برخه کې د فعالیتونه او کړنو ستاینه وکړه. او د سرکونو جوړولو په برخه کې یې  د کانونو او پټرولیم وزارت د پاملرنې او د یاد ولایت د کانونو له عوایدو څخه یې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سرپل ولایت د کانونو د پرژو د پلي کولو په برخه کې د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه او د سرپل ولایت د سرکونو جوړولو او نورو ټولو ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ور کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته