د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ارزګان ولایت له والي سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴۶
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ارزګان ولایت له والي ښاغلي مولوي علي جان سره په خپل کاري دفتر کې و کتل.
د ارزګان والي د وزارت له سرپرست سره د کتنې په موخه خوښي څرګنده کړه او همدا راز یې د کانونو د پروژو پرفعالیتونو، پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ارزګان والي د یاد ولایت د خلکو ستونزې د وزارت له رهبري سره شریکې کړې او د ستونزو هواري په برخه کې یې د وزارت د مشرتابه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ور کړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته