د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۱:۲۳
xx

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اسلامي امارت له ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد سره په لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت پر فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په قراردادونو کې رونټیا، د قاچاق او غیر قانوني استخراج مخنیوی، د هېواد د کاني زېرمو ښه مدیریت یې ددې وزارت له لومړیتوبونه څخه وګڼل او زیاته یې کړه: د 400 میلیونو ډالرو په ارزښت په کندهار او هرات ولایتونو کې د سمنټو د دریو سترو پروژو تړونونو لاسلیک ترڅنګ یې د او سپنې د پنځو سترو پروژو چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې تړونونه لاسلیک شوي دي ددې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه و شمېرل او همدا راز یې د پنجشېر د زمردو کانونو او آمو دریا نفتي حوزې د استخراج په اړه خبرې وکړې ویې ویل: تر اوسه پورې په پنجشېر ولایت کې 450 کانونو د کیندنې جوازونه ورکړل شوي دي، چې د پنجشېر ولایت لس زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
او همدا رنګه په آمو دریا نفتي حوزه کې 18 څاه ګانې فعاله دي، چې د نفتو ورځنی استخراج یې 1100 ټنه دی او همد راز په نږدې راتلونکې کې به د هرات ولایت نفتي حوزه چې 23 کیلو مټره مربع مساحت لري په لسو بلاکونو کې په قرارداد ورکول کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په برخه کې د کارموندنې په اړه وویل: تر اوسه پورې د کانونو په بېلا بېلو برخو کې 150 زره کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکې کې به د لا ډېرو قراردادونو په ورکړې سره دغه شمېر لا ډېر شي.
په پای کې ذبیح الله مجاهد د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته را وړنې وستایلې ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت له هغو  مهمو وزارتو نو څخه دی، چې د هېواد په اقتصادي وده او کاري زمینې برابرولو په برخه مهم رول لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته