د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان ګاز او ډبرو سکرو تصدیو د بغلان، سمنګان او سرپل ولایتونو کانونو له رئیسانو سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۵:۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغان ګاز او ډبرو سکرو تصدیو د بغلان، سمنګان او سرپل ولایتونو کانونو له رئیسانو سره په خپل کاري دفترکې وکتل.
په دغه کتنه کې یادو رئیسانو د خپلو فعالیتونو، کارونو په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو په اړه خپل معلومات واورول، د چارو د چټکتیا په موخه یې خپلې غوښتنې، نظریات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د خبرو له اورېدو څخه وروسته یې د لا ډېرو ترازوګانو پرلګولو، د کانونو او پټرولیم وزارت د پورونو راټولولو په اړه یې ټینګار وکړ، په همدې موخه اړوندو مسئولینو ته یې لازمې لارښونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په. . .

بېرته خبرونه ته