د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۵:۱
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له رئیس ښاغلی شي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د نفتو د تصفیې د معیاري کارخونې او زېرمو پر جوړولو، د تېرکال حسابونو، د راتلونکي کال لپاره د پلان جوړولو، د نویو څا ګانو د کیندنې په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړل.
د افچین کمپنۍ رئیس د یادې کمپنۍ د وروستیو فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خپل کاري راپور وړاندې کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د کاري راپور له اورېدو څخه وروسته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې لارښونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته