د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اوبو او برېښنا وزارت له پخواني سلاکار سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۱۸
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د اوبو او برېښنا وزارت له پخواني سلاکار ښاغلي انجنیر محمد قسیم نعیمي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل، د کاني زېرمو او د هېواد د اوبو پر کنټرول یې بحث او نظرونه شریک کړل.
ښاغلي انجنیر محمد قسیم نعیمي د مس عینک کان لپاره د کاپیسا ولایت د صیادو له اوبو څخه د برېښنا بند د جوړوېدو چې تر 200 میګاواټ پورې د برېښنا ظرفیت لري یادونه وکړه او همدا راز یې د سروبي د اوبو په اړه چې د 180 میګاواټو برېښنا تولید وړتیا لري، همدارنګه د اوبو د بندونو د جوړېدو ترڅنګ یې د قوشتېپې، شاتوت بند، د لوګر دریا او تر ځمکې لاندې اوبو په اړه یې نظریات د وزارت له مقام سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغه ته ډاډ ورکړ، چې دیادې طرحې د عملي کېدو په موخه به د اوبو او برېښنا وزارت سره په همغږۍ خپلو هڅو او همکارۍ دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته