د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جنوبي افریقا له علماوو او سوداګرو سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۳
55

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د جنوبي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د جنوبي افریقا سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایط او فرصتو مناسب وبلل، د افغانستان د کاني زېرمو سروزرو، مسو، تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه، د يادو کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه د کانونو او پټروليم وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست افغانستان ته د دوی د راتګ هرکلی وکړ زیاته یې کړه: افغانستان د سرو زرو، اوسپنې، مسو، لیتیمو، سرب او جستو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، د نفتو او ګازو خورا زیاتې کاني زېرمې لري، د هرات د نفتي حوزې د ۱۱ بلاکونو په ګډون یو شمېر نورې پروژې اعلان ته سپارل شوي دي، که لېوالتیا لرئ کولای شئ په دغو پروژو کې پانګونه وکړئ.
 دغه راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی دلېوالتیا هرکلی وکړ ژمنه یې وکړه، چې د اړوندو قوانینو مطابق به یادو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ٢٨مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو. . .

بېرته خبرونه ته