د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خان سټېل کمپنۍ له رئیس سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۸ - ۱۵:۲۹
یی

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د شنبې په ورځ د 8/7/1402 نېټې د خان سټېل کمپنۍ له رئیس ښاغلي حاجي خان سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د خان سټېل کمپنۍ رئیس په دغه لیدنه کې د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه ويې ویل: هغه وړتیا او تجربه چې د خان سټېل کمپنۍ یې لري، د افغانستان د نفتو په برخه کې پانګونې او د هېواد دننه د نفتو د تصفیې خونې جوړولو ته چمتو یو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد وزارت د قوانینو او طرزالعمل مطابق ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۴۸
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۸:۶
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د کندز، خوست او کابل ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سربېره یې د ۷۷ ودانیز شرکت استازو سره هم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

بېرته خبرونه ته