د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غزني له والي سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۸:۵۶
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلارو د غزني له والي ښاغلي حافظ محمد امین عمري سره په خپل کاري په دفتر کې وکتل او دیاد ولایت د پروژو او کاني زېرمو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې وکړې.
 د غزني والي د یاد وزارت د مشرتابه د هڅو څخه مننه وکړه، د یاد ولایت د خلکو وړاندیزونه او ستونزې یې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او په یاد ولایت کې د کاني زېرمو د پروژو د پلي کېدو په برخه کې د لاډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه. 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د غزني والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۵:۲۴
Background image

د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د ۱۵۳. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۴۲
Background image

د فاریاب ولایت د ډبرو سکرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲مه نېټه د فاریاب ولایت د خیبر ولسوالۍ د شور تاق سیمې د ډبرو سکرو کان تړون د فاریاب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته