د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د قرغزستان هېواد له پانګوالو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۵:۳۲
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د قرغزستان هېواد له سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې دیاد هېواد پانګوالو د هېواد د کانونو په برخه د پانګونې په اړه خپله علاقمندي څرګنده کړه، غوښتنه یې وکړه چې د پانګونې په برخه کې دې ورته زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته ته شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو، چې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې به هر ډ‌ول همکاري وکړي او زیاته یې کړه : موږ ټولو بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې ښه راغلاست وایو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۸
Background image

د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره شوه

 

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲مه نېټه، د ترکیې د MTA کمپنۍ له رئیس سره انلاین غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د افغانستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د ختیځ زون د کانونو ارزونه ترسره شوه

 

د وزارت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د ختیځ زون د کان ‌کېندنې فعالیتونو د ارزونې لپاره یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی، چې مشري یې د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۴۰
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال مولوي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریزکال د سه شنبې په ورځ د غويي میاشتې په ۱ نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې. . .

بېرته خبرونه ته